ایکنانیوز- د نړیوالو چارو یو کارپوه عابد اکبری ایکنانیوز ته ؛ له جرمني سره د واتیکان د درز د ژورتیا او د نوي په پاپ په عنوان سره ، دیوه مطلب په لیږلو سره لیکلي ديد پاپ فرانسیس په مړینې سره او د کاتولیک کلیسا د نوي رهبر د ټاکلو د بهیر په پیلیدا سره، اروپا یوې نوي تاؤتریخجنې مرحلې ته داخله شوې ده. جرمني ، د اروپا د یوه پخواني ترټولو مهم کاتولیک هیواد په توګه، دغه بهیر ته په یوه ساړه نظر او نیوکونکي انداز سره ګوري. دن وي پاپ ټاکل کیدا ، ددې په ځاي چې د سستو شوو پیوندونو د احیاء لپاره یو فرصت شي، د یوه درز دژورتیا سبب شوي چې کلونه کیږي، د واتیکان او جرمني ټولنې ترمینځ ئې بڼه غوره کړې ده.
په جرمني کې ، د ؛سینوډال لارې؛ په څير غورځنګونه ښئ چې د جرمني کاتولیک ټولنې غوښتې د واتیکان له دودیزو دریځونو سره تر فرسنګو پورې واټن اخستی دی . د میرمنو د پادري کیدا ، او د کلیسا د ځينو چلندي زده کړو کې د بنیادی اصلاحاتو په څير غوښتې . دهغه پاپ ټاکل کیدا چې دغه بدلونونه ونه مني، د جرمني د شخصیّتونو له نظره ،د یوه نه انکاریدونکي ماډرنې څپې په وړاندې د واتیکان د یوازې ځِل په معنا ګڼل کیږي.
د جرمني په رسندوئي او پوهنتوني محفلونو کې غبرګونونه دهغه واقعیّت ښودنه کوي، چې نور ورڅخه انکار نشي کیدلی؛ په دغه هیواد کې کاتولیک کلیسا د خپل رواوالي ترټولو وروستي سنګرونه د له لاسه ورکولو په حال کې دي . د کلیسا څخه ډله ایز خپګانونه چې په وروستیو کلونو کې لازیات شوي دي، په دغه محافظه کارې ټاکنې سره به لازیات نوره هم چټک شي.
په دغه شان شرائطو کې د د نوی پاپ انتخاب ، ددې په ځای چې د سنت او راتلونکي ترمینځ یو پل جوړ کړي، په عمل کې ئې د واتیکان او جرمني ترمینځ یو لا لوړ دیوال جوړ کړی چط نور د شخصي آزادۍ ، جنسیتي عدالت او د انساني حقوقو د ساتنې لپاره کلیسا ته نور ضرورت نه ویني.
په دغه مقاله کې لیکل شوي دي سینو ډال لاره د جرمني په کاتولیک کلیسا کې یو اصلاحي غورځنګ دی چې په ۲۰۱۹ کال کې پيل شوی دی. دغه حرکت د کلیسا د تعلیماتو او جوړښتونو د اصلاح په موخې سره په تیره د میرمنو د حقوقو او د غیر روحاني کسانو د ګډون په زمینو د اصلاح په موخې فعالیت کوي. موخه ئې په جرمني کې د کلیسا درواوالي بحران او د ورځې له ټولنیزو بدلونو سره ملګرتیا او ملتیا ته ځواب دی.
https://iqna.ir/fa/news/4279455